رفتن به محتوای اصلی رفتن به محتوای اصلی رفتن به محتوای اصلی
راه شما به‌سوی جلد سالم‌تر از همین‌جا آغاز می‌شود. با متخصصان ما مشورت کنید
گرفتن وقت ملاقات
مقالات

د آروین پوستکي او ښکلا روغتون – د کابل مخکښ پوستکي او ښکلا مرکز

مقالات

ترجمهٔ این مطلب به زبان انتخاب‌شده هنوز اضافه نشده است؛ متن اصلی نمایش داده می‌شود.

د آروین د پوستکي روغتون · د پوستکي او وېښتانو روغتیا

اروین3 دقیقې لوستل
په دې مطلب کې

د آروین پوستکي او ښکلا روغتون – د کابل مخکښ پوستکي او ښکلا مرکز

د آروین پوستکي او ښکلا روغتون د کابل ښار په زړه کې یو له معتبره او مجهزو روغتونو څخه دی، چې د نړۍ د معیار سره سم پرمختللي وسایل لري. دا روغتون د هغو متخصصینو لخوا پرمخ وړل کېږي چې په افغانستان دننه او د باندې لوړ تحصیلات او پراخه تجربه لري، او د پوستکي، ښکلا او پلاستیکي جراحۍ په برخه کې د تخصص لرونکي دي.

🎯 موخه

موږ په آروین روغتون کې د لاندې برخو معیاري خدمتونه وړاندې کوو:

  • د پوستکي او ښکلا ناروغیو درملنه
  • د پلاستیکي او ښکلا جراحي
  • د ویښتانو طبیعي کرنه د دوامداره پایلو سره
  • د لیزر خدمات او د پوستکي ځوان ساتنه

ټولې دا خدمتونه په ښه کیفیت، مناسب بیه او په آرامه او خوندي فضا کې وړاندې کېږي، چې هر ناروغ د ځانګړي مېلمه په څېر درناوی ترلاسه کوي.

🌍 لید (Vision)

زموږ لید دا دی چې د افغانستان خلک دې د پوستکي او ښکلا د ستونزو د درملنې لپاره بهر ته د تګ اړتیا ونه لري، بلکې ټول معیاري خدمتونه دې د کابل په زړه کې ورته برابر وي.

💎 ارزښتونه

  • د نړیوالو تحصیلاتو او تجربو لرونکي متخصصین
  • پرمختللي وسایل او معیاري ټکنالوژي
  • د ناروغانو د رضایت او باور ساتنه
  • مناسب لګښتونه د لوړ کیفیت سره
  • مسلکي اخلاق او صداقت

❓ ولې د آروین پوستکي او ښکلا روغتون؟

  • د نړیوالو تحصیلاتو لرونکي متخصصین
  • پرمختللي وسایل او معیاري درملنې
  • د هر ناروغ لپاره ځانګړی تداوي پلان
  • مناسب بیه د نړیوال کیفیت سره
  • پاک، خوندي او اعتماد بښونکی چاپیریال
  • په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ښکلا عصري پروسیجرونو وړاندې کول

👨‍⚕️ د آروین روغتون متخصصین

ډاکټر محمد عارف عابد

  • د پوستکي او ښکلا متخصص (افغانستان)
  • د پوستکي او ښکلا ډیپلوم (تایلند)
  • د ویښتانو کرنې فیلوشیپ (ایران او هندوستان)
  • د تایلند د المنای د پوستکي ټولنې غړی
  • د هند د ښکلا د پوستکي ټولنې دایمي غړی
  • د افغانستان د پوستکي او ښکلا داکترانو د ټولنې بنسټګر او پخوانی رییس
  • د افغانستان د زهروي ناروغیو داکترانو د ټولنې بنسټګر
  • د ګڼو نړیوالو کنفرانسونو برخه اخیستونکی
  • له لومړیو متخصصینو څخه چې د ښکلا عصري پروسیجرونه یې په کابل کې معرفي او عملي کړل

ډاکټر سید طارق سادات

  • د پوستکي او ښکلا متخصص
  • د ښکلا جراحي فیلوشیپ (ترکیه، پاکستان او ازبکستان)
  • د افغانستان د پوستکي او ښکلا داکترانو د ټولنې غړی

ډاکټر احمد ولید امیرزاده

  • د پلاستیکي او ښکلا جراح
  • په ایران او تاجیکستان کې د پلاستیکي او ښکلا جراحۍ لوړې زده کړې
  • د ښکلا او پلاستیکي جراحۍ په برخه کې پراخه تجربه
  • د نړیوالو علمي ټولنو فعال غړی

📍 پته: د کابل ښار، څلور لارې دهبوري
📞 اړیکه: 0766005356

د مشورې لپاره اړیکه ونیسئ

د معاینې د وخت او خدماتو په اړه د معلوماتو لپاره د روغتون له استقبالیې سره اړیکه ونیسئ.

دا مطلب د عمومي معلوماتو لپاره دی او د ډاکټر د معاینې او مشورې ځای نه نیسي.