اروین روغتون کې لیزري درملنه؛ ښکلا ته نوی ژوند

اروین روغتون کې لیزري درملنه؛ ښکلا ته نوی ژوند

لیزر

|

📅6 ਮਹੀਨੇ ਪਹਿਲਾਂ

|

اروین روغتون کې لیزري درملنه؛ ښکلا ته نوی ژوند

وېشنيزه: لیزر

په عصري ښکلايي درملنه کې، لیزري تکنالوژي د پوستکي درملنې او اصلاح لپاره یوه انقلابي حللاره ګڼل کېږي. دا درملنه نه یوازې د پوستکي د ستونزو د حل لپاره کارېږي، بلکې ستاسو طبیعي ښکلا ته نوی ژوند ورکوي.

اروین روغتون په کابل کې له هغو محدودو تخصصي مرکزونو څخه دی چې د لیزر درملنې په برخه کې د نوې تکنالوژۍ، تجربه‌لرونکو ډاکترانو او پاکو شرایطو تر چتر لاندې تخصصی خدمات وړاندې کوي.

لیزري درملنه څه ده؟

لیزر د پوستکي لاندې سطحو ته ځانګړې و،ړانګو استوي، چې د حجراتو بیاځلې تولید، داغونو کمښت او د پوستکي جوړیدو سبب ګرځي. دا د پوستکی ښکلا یو غیرجراحي، خوندي او ګتوره طریقه ده.

په اروین روغتون کې لیزر لپاره وړاندې کېدونکي خدمات:

۱. د نا مطلوبو ویښتانو لرې کول (Laser Hair Removal)

  • د مخ، لاسونو، پښو او بدن نورو برخو څخه
  • د ټولو پوستکي ډولونو لپاره مناسب
  • دایمي پایلې او لږ درد

۲. د ځواني دانو نښو او سوروالی درملنه

  • د پوستکي نرمول
  • د جواني داغونو او سوري اصلاح
  • د پوست رنګ یوشانول

۳. د پوستکي ځوانول او تازه کول (Skin Rejuvenation)

  • د پوستکي ټینګول
  • د پوستکی رنګ روښانه کول
  • د لکو، نښو او داغونو کمول

۴. د تورو خالونو یا د لمر داغونو لرې کول

  • د پوستکي سطحه پاکول
  • د سطحې ناسم رنګ اصلاح

ولې لیزر درملنه په اروین روغتون کې؟

  • عصري او FDA تایید شوي لیزر ماشینونه
  • تجربه‌لرونکي متخصصین
  • پاک، آرام چاپېریال
  • د پوستکي له ډول او اړتیا سره سم ځانګړې طرحه

مشوره، ازموینه او تعقیب

په اروین روغتون کې، درملنه یوازې له لیزر څخه نه پیلېږي. موږ ستاسو پوستکی معاینه کوو، د اړتیا سره سم مشوره درکوو، او تر درملنې وروسته تعقیب هم کوو.


شریک کړئ:

تبصرې

تبصره پرېږدئ